د کونړونو له مسؤلینو، علمای کرامو او قومي مشرانو سره د کار چارو د معین ناسته؛

naweed_admin
اثنين, نوفمبر 04 2024 3:31 مساء
R


د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي کونړونو ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د دې ولایت د والي مولوي قدرت‌الله ابوحمزه په ملتیا؛ په هغې ناسته کې ګډون او وینا وکړه، چې په کې په لسګونو مسؤلینو، علمای کرامو او قومي مشرانو ګډون درلود.
دا ناسته چې د ولایت مقام په تالار کې جوړه شوې وه؛ د کونړ والي د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست سربېره؛ څرګنده کړه: د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین دې ته ژمن دي، چې خپلو ولسونو سره په ناستو کې د دوی ستونزې واوري او د حل په موخه یې د امکان تر بریده اقدام وکړي، چې دا خلکو او هېواد ته د ژمنتیا نښه او د مسؤلیت په ښه ډول ادا کول دي. مولوي قدرت الله ابوحمزه د خپلو خبرو په دوام وویل: د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت سره،  ټول تمرکز د ټول ګټو او بنسټیزو پروژو  په لار اچول او تطبیق دی، ترڅنګ یې د دولتي ادارو د فعالیت او له دې لارې خلکو ته د اړینو خدماتو وړاندې کول دي، چې دې چارو تر ډېره بریده د بیکارۍ د کچې په کمښت کې مثبت اغېز کړی او هم دا ژمنتیا موجوده ده، ترڅو دې برخو ته لا ډېره پاملرنه وشي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام د کار چارو له معین څخه وغوښتل، چې د کونړ ولایت د ځوانانو د ملاتړ او هم ورته د کاري فرصتونو د جوړېدو په منظور؛ په دې ولایت کې د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې پراخې او هم دې د بې‌سرپرستو اشخاصو د ملاتړ په موخه حمایوي مرکز په پام کې ونیول شي.
په همدې ترتیب د حج او اوقافو رئیس مولوي محمد رحیم مذهبي د علمای کرامو په استازولۍ په هېواد کې د شرعي نظام د ټینګښت او د ډاډمن امنیت له شتون څخه په نیکۍ یادونه وکړه او هیله یې وښوده، چې د مسؤلینو له لوري دې مختلفو برخو کې کونړونو ته لازمه پاملرنه او د اقتصادي مشکلاتو د حل په موخه دې اقدامات وشي.نوموړي زیاته کړه: دا ولایت د طبیعي زېرمو له پلوه بډایه او خلک یې د دې غوښتونکي دي، چې د کنړ په سیند دې د بند جوړېدو ته د حکومت په برنامو کې لومړیتوب ورکړل شي.
ورپسې د خاص کنړ، ولسوال حضرت ګل عاصم هم خپله وینا کې د کاري زمینو په اېجاد د تأکید سربېره، د کار چارو له معین څخه وغوښتل، ترڅو له هېواده بهر په قانوني توګه د افغان کاریګرو د لېږد د زمینې د جوړولو په موخه دې د امکان تربریده هلې ځلې وکړي، چې په دې صورت کې به له یوې خوا د ځوان نسل د غیر قانوني مهاجرت مخنیوي وشي او له بلې خوا به ځوان نسل ته د کاریابۍ ګڼ شمېر فرصتونه جوړ شي.
همداراز قومي مشر حاجي عبدالرب هم خپله لنډه وینا کې له خپل حکومت سره د کونړونو ولسونو له نږدې همکارۍ څخه په مننې سره؛ هیله مندي وښوده، چې په ناسته کې مطرح شویو غوښتنو ته دې د حکومت له لوري رسېدنه وشي.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین مولوي محمد زاهد احمدزي وینا ترسره او وویل: خوښ یم، چې د خپلو ملګرو په ملتیا مې د مېړنیو ټاټوبي کونړونو ولایت ته رسمي کاري سفر ترسره او په دې لړ کې مې تاسو مشرانو سره ناسته ترسره او ستاسو وړاندیزونه مې واورېدل، چې هڅه به کوم په ناسته کې مطرح شوي موارد به د حل په منظور د مشرتابه له مقام سره شریکوم، ترڅو په ګډه توګه وکولای شو د کونړ ولایت پتمنو ولسونو ته غوره خدمات عرضه کړو.
مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مهمو فعالیتونو څخه هم یادونه ترسره او څرګنده کړه: افغانستان مو ګډ کور او د افغانستان اسلامي امارت مو مشترک نظام دی، نېک نامي او سرلوړي یې هم ټولو ته ورګرځي، نو مونږ د مسؤلینو په توګه دا د ځان مکلفیت ګڼو، چې ولسونه را خپل کړو او له خپلو خلکو مو هم غوښتنه ده، چې تر پخوا لا ډېر دې، د اسلامي امارت ترڅنګ واوسي شي او د چارو د ښه پرمختګ په منظور دې خپلې سلا مشورې له اړونده چارواکو سره پر وخت شریکوي.

تازه ترین اخبار

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

اثنين, يناير 26 2026 11:56 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير

 

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير، الكابتن جاهد عظيمي، والوفد مرافق له.

في بداية اللقاء. . .

باز گشت به اخبار