په سپین بولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم له لوري د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت لړۍ دوام لري

naweed_admin
سبت, نوفمبر 18 2023 5:49 PM
W


د افغانستان د اسلامي امارت له لورې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د خدماتو د تنظیم کمیټې تر چتر لاندې، او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم؛ د کډوالو چارو آمریت او نورو ادارو سره په هم‌غږۍ په تیرو دوو ورځو کې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۴۳۴بېرته راستنې شوې کورنۍ سیستم کې ثبت کړې.
یادې ۱۴۳۴ کورنۍ چې ۷۴۱۳ تنه بېرته راستنېدونکي هیوادوال کیږي سیستم کې د کاري تجربې، تحصیلاتو او مهارتونو لپاره ثبت شول.
د تیرې پنجشنبې په ورځ ۷۶۶ کورنۍ او د جمعې په ورځ ۵۶۸ کورنۍ ثبت شوې.
 د یادولو وړ ده چې یادو راستنیدونکو هیوادوالو د افغانستان د اسلامي امارت له لوري توظیف شوې یوې بلې ځانګړې کمیټې له لورې  هرې کورنۍ ته؛  لس زره افغانۍ نقدي مرسته ترسره، صحي خدماتو او هم د نورو مرستو لپاره هلته مېشتو نړیوالو مؤسساتو ته  هم وروپېژندل شول.
 په همدې توګه ۴ تنه بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ وشو او د MPO مؤسسې ته معرفي شول.

تازه ترین اخبار

خميس, يونيو 05 2025 9:05 صباحا
Background image

تم توقيع اتفاقيات تفاهم لتفعيل نظام إدارة الوثائق و نظام وظيفة سهلة في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية

تم توقيع اتفاقيات بين وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبد المنان عمري و وزير الاتصالات والتكنولوجيا المعلومات الحاج المولوي نجيب الله حيات حقاني، بهدف إنشاء و تفعيل نظام إدارة. . .

أربعاء, مايو 28 2025 2:19 PM
Background image

تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى للعمل

بقيادة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج  الملا عبدالمنان عمري، و بحضور ممثلين عن النقابات المعنية بالعمل، تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى و دليل مهام أمانة هذا المجلس.

ف. . .

اثنين, مايو 26 2025 10:35 صباحا
Background image

بعد أربع سنوات، تم تسليم ثلاثة شباب مفقودين إلى أسرهم

تم تسليم ثلاثة شباب، كانوا قد انفصلوا عن عائلاتهم منذ نحو أربع سنوات و تلقوا الرعاية في المراكز الدعم التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، إلى والدهم بعد العثور على عائلاتهم، و ذلك. . .

باز گشت به اخبار