افغان ـ کوريا انستيتوت ته د نوي ښوونيز کال لپاره د کانکور آزموينه واخيستل شوه.

naweed_admin
أحد, مارس 12 2023 9:41 صباحا
Q


 افغان ـ کوريا د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستيتوت ته د نوی ښوونيز کال لپاره د څه باندې زر تنه شاګردانو څخه د کانکور آزموينه واخيستل شوه. 
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختيا لوی رئيس مولوي عبدالواحد فائز د خپلو خبرو په ترڅ کې مسلکي ځوانان د هېواد د آبادۍ او خدمت برخه کې مهم و بلل او د هېواد له ټولو ځوانانو يې و غوښتل؛ څو  د اسلامي حکومت د دښمنانو پر بې ځايه تبليغاتو و نه غوليږي او په ډيره حوصله مندۍ د هېواد لپاره کار او خدمت وکړي. 
د کانکور ازموينې پرانسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د هماهنګۍ رئيس مولوي ميرحاتم اميري هم خبرې وکړې له شاګردانو يې و غوښتل؛ څو په ډير دقت خپلې پارچې حل کړي؛ نوموړي شاګردانو ته د آزموينې د شفافيت برخه ډاډ ورکړ او و يې ويل چې د نوي ښوونيز کال لپاره به افغان ـ کوريا انستيتوت ته هغه شاګردان و نيول شي، چې لوړې نمرې ترلاسه کړي.  
د ويلو ده، چې د ۱۴۰۲ هـ ش ښوونيز کال لپاره به د کانکور ټولو ګډون کوونکو له ډلې د پنځه سوه په شا او خوا کې هغه شاګردان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د انستيتوت اوو څانګو ( کمپیوتر، ولډنک کاری،  انګلیسی، خیاطی، ساختمانی، د موتر ترميم او نلددواني) کې جذب شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار