افغان ـ کوريا انستيتوت ته د نوي ښوونيز کال لپاره د کانکور آزموينه واخيستل شوه.
افغان ـ کوريا د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستيتوت ته د نوی ښوونيز کال لپاره د څه باندې زر تنه شاګردانو څخه د کانکور آزموينه واخيستل شوه.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختيا لوی رئيس مولوي عبدالواحد فائز د خپلو خبرو په ترڅ کې مسلکي ځوانان د هېواد د آبادۍ او خدمت برخه کې مهم و بلل او د هېواد له ټولو ځوانانو يې و غوښتل؛ څو د اسلامي حکومت د دښمنانو پر بې ځايه تبليغاتو و نه غوليږي او په ډيره حوصله مندۍ د هېواد لپاره کار او خدمت وکړي.
د کانکور ازموينې پرانسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د هماهنګۍ رئيس مولوي ميرحاتم اميري هم خبرې وکړې له شاګردانو يې و غوښتل؛ څو په ډير دقت خپلې پارچې حل کړي؛ نوموړي شاګردانو ته د آزموينې د شفافيت برخه ډاډ ورکړ او و يې ويل چې د نوي ښوونيز کال لپاره به افغان ـ کوريا انستيتوت ته هغه شاګردان و نيول شي، چې لوړې نمرې ترلاسه کړي.
د ويلو ده، چې د ۱۴۰۲ هـ ش ښوونيز کال لپاره به د کانکور ټولو ګډون کوونکو له ډلې د پنځه سوه په شا او خوا کې هغه شاګردان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د انستيتوت اوو څانګو ( کمپیوتر، ولډنک کاری، انګلیسی، خیاطی، ساختمانی، د موتر ترميم او نلددواني) کې جذب شي.
