د کار او ټولنيزو چارو وزارت او مرسي کور مؤسسې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.

naweed_admin
أربعاء, مايو 25 2022 9:48 صباحا
Q

دغه هوکړه ليک نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او مرسي کور مؤسسې مشر ښاغلي جک تر منځ لاسليک شو. 

د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به د مرسي کور دفتر له لوري هرات او کندهار ولايتونو کې ۱۶۰۰ تنه داخلي بې ځايه شويو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره شي. 
د هوکړه ليک د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) فني او حرفوي زده کړې د بيکارۍ له منځه وړلو او کار موندنې برخو کې مهمې و بللې او د مرسي کور دفتر له مسؤلينو يې و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليک پر بنسټ پلي او وخت په وخت وزارت سره خپل کاري راپور شريک کړي.
د مرسي کور دفتر مشر ښاغلي جک د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه يې د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د يادې پروژې ټول کارونه به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو په لارښوونه او ښه همغږي مخته يوسي. 
د ويلو دی، چې د ياد هوکړه ليک له مخې به د مرسي کور مؤسسې له لوري د کندهار او هرات ولايتونو ۲۶ مرکزونو کې په شرايطو برابر کسانو ته ۲۲ مسلکي څانګو کې د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار