د ماشوم نړۍواله ورځ؛ د غوره تولنې منځته راوړلو لپاره په ټولنه کې د ماشوم د حقوقو ترویج لپاره یو فرصت دی

publish
ثلاثاء, يونيو 01 2021 2:15 مساء
1

 

د ماشوم نړۍواله ورځ؛ د ماشوم باعظمته مقام لمانځلو لپاره د یو فرصت په توګه په رسمیت پیژندل شوې چې په بیلابیلو هیوادونو او په بیلابیلو تاریخونو کې د جشن په توګه لمانځل شوې.
د ۲۰۲۱ کال د ماشوم نړۍوالې ورځې شعار « پر ماشومانو پانګه اچونه؛ پر غوره راتلونکی پانګه اچونه ده» دی چې د ملګرو ملتونو له لوری د ماشومانو سوکالۍ، پیوستون، د هغوی د حقوقو ترویج څخه د پوهاوی په موخه تعیین شوی دی.
د نومبر شلمه؛ د ملګرو ملتونو لخوا د ماشوم نړۍوالې ورځې په توګه نومول شوې ده، په داسې حال کې چې له ۱۹۵۰میلادي کال څخه راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې له ماشومانو څخه د ملاتړ ورځ «د ماشوم ورځې» په نوم یادیږي او د جون په لمړۍ نیټه لمانځل کیږي چې د کار او تولنیزو چارو په وزارت کې هم یاده ورځ په پرتمینه غونډو کې لمانځل کیږي.
له شک پرته چې د ماشوم نړۍواله ورځ؛ د غوره ټولنې منځته راوړلو لپاره په ټولنه کې د ماشومانو عظیم مقام د درناوي او د هغوی د حقوقو ترویج لپاره یو فرصت دی.
همدارنګه د ماشوم نړۍواله ورځ؛ هغو ماشومانو د پوهاوي ورکولو یو ډول دی چې په ټوله نړۍ کې د ناوړه ګټې اخیستلو، استثمار او تبعیض تجربه د تاوتریخوالی په چوکاټ کې لري؛ څرنګه چې ځینو هیوادونو کې له ماشوم څخه د کارګر په توګه کار اخیستل کیږي او یا هم وسلوالو جګړو ته راکښل کیږي چې په پایله کې له بده مرغه نامناسبه ژوند لري او اختلافاتو قرباني کیږي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې په ټول هیواد کې د ماشومانو د آجنډاګانو مشري پرغاړه لري او په عملي توګه په یاد برخلیک ټاکونکي ډګر کې د خدماتو وړاندې کولو بهیر؛ مدیریت کوي؛ د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو د وضع کیدو له لیدلوری او همداراز د خدماتو د وړاندې کولو او په خدماتو کې د آسانتیاوو منځته راوړو له لیدلوری؛ ماشومانو ته رسیدنه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لویو مسئولیتونو ګڼل کیږي؛  څرنګه چې همدا اوس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۴۹۰ بابه وړکتونونو په درلودلو سره او له ۲۵ څخه تر ۳۰زرو وړکتون میشته ماشومانو ته په کلني ډول د خدمتونو وړاندې کول، په اته شپیته بابه روزنتونونو کې له لس زرو تنو ماشومانو څخه ملاتړ، د ماشومانو څخه د ساتنې د عمل څلوردیرشو شبکو درلودل او په ۱۵۰ولسوالیو کې د ماشوم ساتنې شته شبکې؛ ټولې د ماشومانو په چوپړ کې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ د قانون په ړنا کې له نورو دولتي او خصوصي برخو او د ماشوم د حقوقو له ملاتړ لپاره د نړۍوالو بنسټونو په همغږۍ؛ له درنو کارونو څخه د ماشومانو منع کولو ستراتیژي او په دې ډګر کې اړونده کړنلارې ترتیب کړې دي او په یاد ډګر کې مثمره فعالیت خپل مسئولیت ګڼي ترڅو وکولای شي چې د یوې روښانه لارنقشې په چوکاټ کې؛ راتلونکی لرلید په غوره توګه ترسیم کړي.
راځئ چې له خپلو ماشومانو سره مهربان واوسو او د هغوی په غوره ښوونه او  روزنه کې د زړه له تله هڅه وکړو ترڅو وکولای شو چې د دغه دیار راتلونکی له مینې او موسکا سره وتړل شي او دې هیواد ننۍ نسل مینه پال او مینه پنځ شي او په پایله کې د خپل ټاټوبی د پرمختګ او ښیرازۍ شاهدان شو.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار