افغان ـ کوریا د فني‌ او حرفوي‌ زده کړو انستیتوت شاګردانو فراغت غونډه

publish
ثلاثاء, أكتوبر 06 2020 1:35 مساء
6

دغو فارغانو چې دريوو مختلفو ( کمپيوټر، انګليسي او خياطي) څانګو کې يې شپږ مياشتې زده کړې تر سره کړې وې، نن ورته په شانداره مراسمو کې فراغت پاڼې او ډالۍ ور کړل شوې.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمی؛ د ښوونکو ورځې او فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د فن او حرفې زده کړه د کارموندنې او آرامه ژوند یو ښه عامل دی.

نوموړي وويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت تل هڅه کوي، څو د فن او حرفې له لارې هيوادوالو ته د کار زمينه برابره او د بېکارۍ سطحه را ټيټه کړي.

غونډه کې د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت آمر میر جلال الدین هشام هم فارغانو ته مبارکې وویله، زیاته یې کړه: افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زه کړو انستیتوت شاګردانو ته د فن او حرفې ور زده کولو تر څنګ د کارموندنې په برخه کې هم هڅه کوي. هشام زیاته کړه، چې په دې ښوونیزه او روزنیزه دوره کې له دریوو ( کمپيوټر، انګلیسی او خیاطي) څانګو څخه ۱۴۰ تنه فارغ او نن یې د فراغت پاڼو د ویشلو شاهد یو.

د ويلو دی، چې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت، ۱۳۸۴ هـ ش کال د دوست هيواد کوريا په مالي مرسته جوړ او د کار او ټولنيزو چاررو وزارت تر چتر لاندې فعاليت لري، چې اتيا سلنه درسونه په کې عملي او د کار بازار مطابق دي، ياد انستيتيوت کې تر دې مهاله تر اوه زره زيات شاګردانو روزل شوي او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شوي دي.

تازه ترین اخبار

اثنين, فبراير 02 2026 10:02 صباحا
Background image

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج ملا عبد المنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، رئيس تحسين القواعد وشروط العمل، رئيس تقنين حقوق العمل،. . .

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

باز گشت به اخبار