ولایتي کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچول

sofia_karimi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۱:۴۴
ولایتی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپلو ولایتي کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه، همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو کارکوونکو د پوهې کچې په لوړویدو او په اجراآتو او د چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې د ښه والي او اغیزمنتیا په موخه؛ د لغمان او پکتیا په ولایتونو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو قوانییو او مقررو په ړنا کې د ۱۳۹۸ کال د عقرب له دویمې څخه تر قوس شپږوشتمې پورې لس روزنیز پروګرامونه په لاره واچوول.

د پکتیا په ولایت کې د پلان جوړولو، په ملکي کارکوونکو کې د انګیزو ایجاد، مالي مدیریت او اداري مراسلاتو  کې د ښه والي په موخه روزنیز پروګرامونه د هغه ولایت په ولایتي ریاست کې په لاره واچول شو چې په کې ۲۰ تنو کارکوونکو ګډون درلود.

همدارنګه د لغمان په ولایت کې د مالي مدیریت روزنې، د ذاتي مقررې روزنې، د پلان جوړولو روزنه، اداري مراسلاتو لارښود او او کارکوونکو کې د انګیزې ایجاد تر سرلیک لاندې؛ رونیز پروګرامونه په لاره اچول شوي وو چې لسګونو کارکوونکو په کې ګډون درلود او له یادو پروګرامونو څخه برخمن شول.

ویلو وړ ده چې د دا ډول روزینزو پروګرامونو په لاره اچول؛ د کارکوونکو د پوهې کچې په لوړولو، د اجراآتو په بهترۍ او انګیزې په رامنځته کولو کې اغیزمن او ګټور رول لوبوي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته