کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوانان فارغ شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۹
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم ریاست په هڅو؛ ۱۹۸ تنه ځوانان له زیان‌ سره د مخ اقشارو او د جاپان یونسکو د فني او حرفوي زده‌کړو په  مرکزونو کې د نلدوانۍ، د تعمیراتو برېښنا او سولر سیستم، موبايل ترميم، يخچال او ایرکنډیشن او خياطۍ په حرفو کې تر شپږمیاشتنيو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصديق پاڼې ترلاسه کړي.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز د اسلام مبارک دین له نظره د کار او کسب د ارزښت سربېره په خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنيزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ هڅه کوي، چې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې تر یو بریده د بېکارۍ کچه راټيټه شي.

مولوي فایز د خپلو خبرو په دوام له فارغ شوو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره توګه استفاده وکړي او خپلو کورنیو د حلالې نفقې د پیدا کولو وسیله وګرځي.

په پای کې د جاپان یونسکو همکارې موسسې رئیس یما فیروزي، د خپلو خبرو پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اغېزمنې همغږۍ او دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د فني او حرفوي زده‌کړو د ودې او پراختیا په برخه کې یې د خپلو همکاریو د لا پیاوړتیا ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې د جاپان یونسکو همکارې موسسې له لوري ۸۱ تنو فارغ شوي ځوانانو ته کاري وسايل هم ووېشل شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوانان فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم ریاست په هڅو؛ ۱۹۸ تنه ځوانان له زیان‌ سره د مخ اقشارو او د جاپان یونسکو د فني او حرفوي زده‌کړو په  مرکزونو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان کې د ۸۰ تنو په ظرفیت یو باب روزنتون پرانیستل شو

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز ترینکوټ کې د ۸۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته نجونو د حمایت لپاره یو باب روزنتون فعاله شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست غونډې ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

بیرته خبرونو ته