کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ (کب نهمه) و نمانځل شوه.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د هیواد ملي دفاعي او امنیتي سرتیري د هیواد رښتیني بچیان یاد کړل او د کب نهمې په ویاړ یې دوی ته مبارکي وویله.
سید انور سادات د هیواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب وویل: تاسو د هیواد رښتیني بچیان یئ او تل مو صادقانه هڅه او دښمنانو ته ماته ور کړې، ستاسې هڅې او سرښندنې به تل د هیواد په تاریخ کې خوندي وي.
په دې ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیالانو هم په کې ګډون درلود؛ د هیواد د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې و ستایلې او د وزارت د رهبرۍ هیئت له خوا ورته ګلان او ستاېنلیکونو ډالۍ شول.
غونډه د هیواد د ملي پوځ د شهیدانو او په هیواد کې د تل پاتې سولې دعا په کولو سره پای ته و رسیده.
