کابل کې ۱۴۱ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۹
خرفوي زده‌کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛  اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۴۱ تنه ځوانان؛ د عصر نوین د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه په خیاطۍ، تعمیراتو برېښنا، کمپیوټر او فلزکارۍ حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختيا لوی رئیس مولوي رحيم‌الله صراح په خپلو خبرو کې فارغ ‌شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د عصر نوین د فني او حرفوي زده کړو له مرکزه ۱۴۱ تنو ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې ټولنې ته به د ماهرو او مسلکي کاریګرو په توګه وړاندې کېږي، چې په دې سره به دوی وکولی شي خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.

همداراز نوموړي زیاته کړه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټيټولو او د کار بازار اړتياوو ته په کتو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

ورپسې، د فني او حرفوي زده‌کړو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز هم په خپلو خبرو کې د کسب او کار پر ارزښت ټینګار وکړ او له فارغ شویو ځوانانو یې غوښتنه وکړه، چې له خپلو تر لاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه مثبته ګټه واخلي، ترڅو د خپل هېواد او خپلو کورنیو لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

  د یادولو وړ ده، چې په یاده فراغت غونډه کې د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي، د فني او حرفوي زده‌‌کړو د انسجام او همغږۍ رئیس ملا عبدالغني وفا، د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهيمي، د یاد مرکز استادانو، زده‌کوونکو او مسئولینو هم حضور درلوده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته