د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیتلوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیتلوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې پکې د امارتي ادارو او همکارو ملي او نړیوالو موسسو مسئولینو حضور درلود.
د ورکشاپ په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي نجیبالله وقاد راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره د اسلام مبارک دین له نظره د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو د ساتنې او د هغوی د حقوقو د تأمین په اړه خبرې وکړې.
مولوي وقاد د خپلو خبرو په دوام د یتیمو او بېسرپرسته، شاقهکارو، له زیان سره د مخ او د سړک پر سر د کارکوونکو ماشومانو پر خوندیتوب، د هغوی ستونزو ته د رسېدنې، د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ورپسې د ماشوم ساتنې ریاست استازي د یاد یو ورځني روزنیز ورکشاپ د موخو، موضوعاتو او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه ډول روزنیز پروګرامونه د ماشوم ساتنې د فعالیتونو په ښه تنظیم او اغېزمنتیا کې مهمه ونډه لري.
په پای کې د یادې موسسې مسئول مېرویس امېري هم د ماشومانو د ساتنې، ملاتړ او د هغوی د اساسي حقوقو د تأمین په تړاو خبرې وکړې او د دوامداره همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.
