په کونړ او بامیانو ولایتونو کې ۱۴۰تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۴۹
کنر

 

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۰تنه ځوانان په درېیو (برېښنا، فلزکارۍ او د موټرو ترمیم) حرفو کې له شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته د ماهر کاریګر په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
هغه غوڼده کې چې په همدې مناسبت؛ د کونړ مرستیال والي، د کار او ټولنیزو چارو رئیس او یو شمیر نورو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، فارغانو ته تصدیق‌پاڼې وویشل شوې او هغوی ته په راتلونکی ژوند کې د نورو بریاوو د هېله‌مندی غوښتنه وشوه.
په همدې حال کې د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو؛ ۲۰ تنه نور ځوانان هم د لمریزې برېښنا په حرفه کې له شپږ میاشتنیو نظري او علمي  زده‌کړو وروسته فارغ او کاري وسایل یې هم ترلاسه کړل.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته