د کار چارو معین د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو سره د مبارزې له معین سره وکتل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۴
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو سره د مبارزې له معین الحاج ملا عبدالحق همکار سره وکتل. 
په کتنه کې د نشه‌یي توکو سره د مبارزې معین الحاج ملا عبدالحق همکار وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره جدي مبارزه خپل مسؤلیت ګڼي، چې تر دې مهاله یې په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو کرکېله صفر ته راټیټه کړې‌ده، په مختلفو ولایتونو کې یې پر نشه‌یي توکو روږدو کسانو لپاره مرکزونو جوړ کړي، چې د مختلفو ادارو په همکارۍ یې تر درملنې وروسته ګڼ شمېر له اعتیاد څخه رغېدلي کسان خپلو کورنیو ته سپارلي دي. 
ملا عبدالحق همکار د خپلو خبرو په دوام د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پخوانیو همکاریو څخه په مننې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د غوره کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې د کار ټولنیزو چارو وزارت ونډه اړینه وګڼله او د دې وزارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل، چې یادو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو په برنامو  کې لازیاتوالی راولي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو مسؤلیتونو مطابق له بېلابېلو ادارو سره نږدې کاري اړیکې لري، چې دې ته په کتو سره د هېواد په اوو زونونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته په خپلو مرکزونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینو برابرول یې هم یو مهم مسؤلیت ګڼل کېږي، چې تر دې مهاله یې له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان ټولنې ته د ماهرو کاریګرو په توګه وړاندې کړي او په لسګونه تنه نورو په مختلفو برخو کې پر عملي او نظري زده‌کړو بوخت دي.  
 د کار چارو معین همدارنګه زیاته کړه، چې له دې شومې پدیدې سره مبارزه د ټولنې د هر کس مسؤلیت دی او ډاډ یې ورکړ، چې له اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو لپاره به د فني او حرفوي زده‌کړو په برخه کې له هېڅ ډول همکاریو څخه دریغ ونه‌کړي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته