د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خواخوږۍ پيغام!

په ډیر خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام الرحمن همدرد د نامعلوم کسانو له خوا په شهادت رسول شوی دی. انا لله و انا الیه راجعون
د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبري او ټول کارکوونکي دغه پيښه په کلکو ټکو غندي، مرحوم همدرد ته د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو ته یې د الله ج له درباره د جمیل صبر غوښتنه کوي.
سید انور سادات
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست