د کار او ټولنیزو چارو او مالیې وزارتونو د مسؤلینو ترمنځ د همغږئ ناسته وشوه؛

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۷:۴۳
T


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي دین محمد حقبین د مالیې وزارت له لوري د ورکړل شوي عوایدي هدف پلان د تطبیق په منظور؛ د یاد وزارت له اړونده مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر وویل: دا وزارت غواړي له نورو هغو وزارتونو سره، چې عایداتي منابع لري په مشترک ډول کار وکړي، ترڅو له یوې خوا ملي عواید په شفاف ډول را ټول او له بل پلوه ملي بودیجه ورڅخه تمویل شي، چې له نېکه مرغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ د ښې پاملرنې له امله دا وزارت توانیدلی د ورکړل شوي پلان څخه ډېر عواید راټول کړي او دا د ستاینې وړ اقدام دی.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین هم خپلو خبرو کې له داخلي عوایدو څخه د ملي بودیجې تمویل د پردیو له اتکا څخه د یوه خلاص افغانستان په لوري ستر ګام وباله او دې برخې ته لازمه پاملرنه یې د ټولو ادارو ګډ مسؤلیت یاد کړ. همداراز یې زیاته کړه: که څه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځینو نورو وزارتونو په پرتله محدود شمېر عایداتي سرچینې لري خو بیا هم په ټول توان هڅه کېږي، چې عواید په شفاف ډول راټول او د حکومت خزانې ته انتقال شي.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو وزارتونو څخه دې یوه کمېټه جوړه او په دې برخه کې له نږدې کار وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته