د کاري چارو مرستيال؛ افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر سره وکتل.

sofia_karimi
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۹:۶
kar

د کار او ټولنيزو چارو وزارت، کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر رامين بهزاد سره خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي؛ د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان نوې رهبرۍ ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ؛ له افغانستان په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د ياد سازمان له همکاريو مننه وکړه.

ناسته کې د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان نوي رئيس رامين بهزاد د خپلو خبرو په ترڅ کې د ياد سازمان پر تيرو کړنو او راتلونکو پلانونو معلومات وړاندې کړل او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.

دې ناسته کې دواړو لوريو همدارنګه د کارګرانو اتحاديې ګنګرې دايردلو ستونزې، غوره کار د کار بازار او نورو کاري برخو کې د تحقيقي پروګرامونو پلي کولو اړوند خبرې وکړې او ژمن شول، چې د اړوندو موضوغاتو په اړه به نږدې راتلونکي کې دواړه لوري د تخنيکي موضوعاتو اړوند په اړه تفصيلي بحث او خبرې و کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته