د څه باندې ۶۳ میلیونه افغانیو په مالي ارزښت د بې سرپرسته ماشومانو اړوند دیارلس هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

publish
شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۵:۲۶
3

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات وویل چې د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک اصلي موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او هغو موسساتو تر منځ چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، د کارونو لا ښه همغږي، د بې سرپرسته ماشومانو د زده کړې او د دوی لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کول دي.

سید انور سادات وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې مسؤلې ادارې په توګه تل هڅه کوي، څو بې سرپرسته ماشومانو ته د غوره زده کړو او اوسیدو زمینه برابره کړي، چې یاد هوکړه لیکونه هم د دوی لپاره د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه لاسلیک شول.

نوموړي همدارنګه د ملي بانک استازي سره د هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه وویل، چې د روزنتونونو بې سرپرسته ماشومانو لپاره بانکي اکونټونه جوړیږي او هغه مرستې چې له دوی سره کیږي، د دوی په اکونټونو کې ورته ساتل کیږي او تر اتلس کلنۍ وروسته کله چې ټولنې ته وړاندې کیږي، په خپلواکه توګه د خپل ژوند د پر مخ وړلو لپاره به یادې پیسې ورته ور کول کیږي.

سادات همدارنګه د رسنیو استازو څخه و غوښتل، څو د دغه قشر ماشومانو سره د کمک په برخه کې د دوی غږ لا ښه لوړ کړي، څو سوداګر او مؤسسې و هڅیږي، چې له بې سرپرسته ماشومانو سره لا زیاتې مرستې او همکاري و کړي.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د مؤسسو له ټولو استازو و غوښتل، څو یادو هوکړه لیکونو ته په پام، د روزنتونونو ماشومانو ته لا ښه خدمتونه وړاندې او هو کړه لیکونه په ښه توګه تطبیق کړي.

 د ویلو دی، چې اوس مهال په هیواد کې ۶۷ دولتي او خصوصي روزنتونونه فعالیت لري، چې شا او خوا لس زره بې سرپرسته ماشومان په کې ساتل او روزل کیږي.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته