د ځاځیو کابل‌مېشته قومي شورا له لورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا د لوی ریاست مسؤلین وستایل شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۸:۳۹
ف

 
د ځاځیو کابل‌مېشته قومي شورا؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا د لوی ریاست په ځانګړې ډول د افغانجایکا مسؤلین د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل.
ناسته کې د شورا څو تنو غړو خپلو خبرو کې بې‌کاره او بې‌وزله ځوانانو ته د فني او حرفوي زدکړو د برابرولو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د حرفې او کار زمینو د برابرولو له امله  خوښي و ښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د زیات شمېر ځوانانو د جذب زمینه برابره شي. 
ورپسې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس د ځاځیو کابل‌مېشته قومي شورا څخه د مننې ترڅنګ،  وویل په  پام کې ده چې د فني او حرفوي زدکړو مرکزونو ته د کمیت او کیفیت  له پلوه زیاته پاملرنه وشي.
په پای کې د ځاځیو قومي شورا له لورې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د فني او حرفوي زدکړو د مرکزونو رئیس مولوي میرحاتم امیري، د افغان جایکا مرکز مسؤل محمدطاهر بهیر، د دې مرکز د ځینو نورو مسؤلینو او استادانو کړنې او خدمات د ستاینلیکونو  او ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

بیرته خبرونو ته