د لوی اختر په مناسبت ۳۱۵ تنه زیانمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۴۸
اختریز کالي

د پروان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ ۳۱۵ تنه زیانمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو، چې ۱۲۵تنه د پروان، ۱۰۰ تنه د پکتیا او ۹۰ تنه نور د پکتیکا ولایت څخه وو؛ د نیکمرغه لوي اختر رارسېدو په مناسبت یې کالي تر لاسه کړل.

د دې مرستو د وېش پرمهال؛ د یاد ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو له همکارو، خیریه بنسټونو او اشخاصو څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو ِغوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په پروان ولایت کې د حق او محبت خیریه بنسټ له لوري، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د یاد ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په مالي ملاتړ د اختر کالي ووېشل شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۱۹
Background image

سرپل کې ۵۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

 سرپل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۵۰ تنه ځوانانو ته په د تعمیراتو نلدوانی او تعمیراتو برېښنا په حرفو کې د شپږ میاشتو  لپاره په نظري او عملي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو زمین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۳
Background image

په کابل کې ۷۰ تنو معلولو مجاهدینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

 

د امیرالمؤمنین حفظةالله د حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د دفاع وزارت او تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په همغږۍ ۷۰ تنو معلولو مجاهدینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۸:۵۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد بهیر پيل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت په لومړي ځل بهرنیو هېوادونو ته د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد پروسه رسماٌ پیل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د ریاست. . .

بیرته خبرونو ته