د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۷
ماشوم ساتنه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې په مرکز او ولایاتو کې د یادې کمېټې د فعالیتنونو او لاسته‌راوړنو، راتلونکو پلانونو سربېره د اړمنو، شاقه‌کارو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، روغتیايي خدمات، ښوونه او روزنه، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بېرته یوځای کولو په اړه معلومات شریک کړل.

 همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام  له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل،  ترڅو د ا.ا.ا  د پالیسیو او اصولو له‌مخې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتنې او هغوی ته د ژوندانه د سهولتونو برابرولو په موخه؛ خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې سپارل شوی مسئولیت په اغیزناک او مطلوب ډول ترسره شي.

مولوي سعدالدین مطمئن په پای کې یې له هېوادوالو وغوښتل، که چېرې د دوی ماشومان ورک او یا د بل هېوادوال ورک شوی ماشوم پیدا کوي؛ نو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره دې په اړیکه کې شي، ترڅو د همکارۍ او همغږۍ له لارې یې کورنۍ پیدا شي.
په پای کې  د امارتي ادارو او همکارو موسساتو استازیو ژمنه وکړه، چې په ټول هېواد کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو په څېړلو او د حل په موخه یې خپلې هڅې  ګړندې کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۶
Background image

د لوړې کچې د همغږۍ په غونډه کې د کار چارو معين ګډون او وینا وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې چې د لوړې کچې د همغږۍ په غونډه کې د امارتي ادارو مسؤلینو او ملي او نړيوال بنسټونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار کې ۶۳۰ تنو راستنېدونکو هېوادوالو ته د حفظ‌الصحې توکي ووېشل شول

 

 ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د تورخم په عمري پنډغالي کې له پاکستان څخه ۶۳۰ تنو نویو راستنیدونکو هېوادوالو ته د ۳۴۴۳۵۴ افغانیو په ارزښت حفظ‌الصحي توکي ووېشل شول.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۷
Background image

د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې. . .

بیرته خبرونو ته