د کار چارو معین د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
NRC

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ناروې د کډوالو شورا له مشر ښاغلي تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.

کتنه کې ښاغلي تاریا له دې شورا سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نږدې همغږۍ څخه په مننې سره څرګنده کړه، چې غواړي د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ستراتیژي چمتو او په کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهم ستراتیژیک شریک په توګه په پام کې ونیسي نو اړینه ده، چې د دې وزارت سپارښتنې او وړاندیزونه له ځانه سره ولرو ترڅنګ یې د یونیسکو سازمان په مرسته غواړو د ځانګړو حرفو لپاره پر ښوونیزو نصابونو کار وشي، چې دې برخه کې هم له موږ سره خپلې همکاري جاري و ساتئ.

ښاغلي تاریا همداراز څرګنده کړه چې په لنډ وخت کې به خپل متبوع هېواد ته د سفر په ترڅ کې هڅې وکړي، ترڅو  اړوند مسوولینو ته قناعت ورکړي، چې مختلفو برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خپرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، د یادو مواردو په اړه موافقه څرګنده او پرېکړه وکړه، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې په دې برخو کې له نږدې کار وکړي، ترڅو د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې اړونده نظریې او وړاندیزونه شریک؛ له مخې یې په راتلونکي کې د همکاریو ساحه پراخه، مختلفو برخو کې افغان ولسونو ته مناسب او د پام وړ خدمات وړاندې شي.

نننۍ ناسته کې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس، د بهرنیو اړیکو رئیس او د وزارت مقام سلاکار هم ګډون درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته