د ټولنیزو چارو معین د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له معین سره وکتل
کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امینزاده او ورسره ملپلاوي د معیوبو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له معین شیخ عبدالحکیم حقاني سره وکتل.
په کتنه کې د بینالوزارتي اړیکو، په چارو کې د همغږۍ، معیوبو، شاقهکارو، بیوزلو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو، هغوی ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او په همغږۍ سره د اغېزمنو منظمو برنامو د تطبیق په اړه په تفصيل سره خبرې وشوې.
په پای کې دواړو لورو د ګډو کاري پلانونو د عملي کېدو او دوامدارو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
