ننګرهار کې ۵۹۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته البسه او قرطاسیه توکي ووېشل شول

media_admin
Tue, Dec 16 2025 2:17 PM
ننګرهار


 

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د خوږکور روزنتون؛ ۵۹۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د  اووه سوه زره افغانیو په ارزښت البسه؛ جامې، څادر، بوټان، جرابې، د ښوونځي بکسې او قرطاسیه توکي ووېشل شول.

 په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کار او ټولنيزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې د اسلامیک ریلیف له همکاریو د مننې سربېره وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي؛ چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اړمنو، شاقهکارو، د سرک پرمخ کارګرو، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو لاسنیوی وکړي او تر ډېره بریده ورته د ژوندانه سهولتونه برابر کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د ژمي په راتګ سره له ټولو ملي او نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه د ورته مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه، ترڅو خپل فعاليتونه ګړندي او د بېوزلو ماشومانو ملاتړ وکړي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS