تیره یوه میاشت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت حمایوي مرکزونو له لارې ۳۰ تنه متضرره ماشومانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.

publish
Wed, Nov 06 2019 1:25 PM
۲

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې ریاست مشر نجیب الله اخلاقي د ماشومانو ساتنې شبکې (CPAN) په ناسته کې د دې خبرې په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دی، چې د ماشومانو ساتنې په برخه کې د دخیلو ادارو سره په همکارۍ ۲۳ ډوله متضرره ماشومانو ته اړین خدمتونه وړاندې او دغه شمیره را کمه کړي.

ښاغلي اخلاقي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولو هغو مؤسسو او ادارو له استازو څخه چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، و غوښتل، څو متضرره ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د ماشومانو ساتنې قانون پلي کولو په برخه کې له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره هر اړخیزه همکاري و کړي.

په دې ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د ماشوم ساتنې شبکې (CPAN) غړو د ماشومانو هفتې د نمانځنې پر څرنګوالي هر اړخیز بحث و کړ او د همکارۍ ژمنه یې و کړه.

Latest news

Thu, Jun 05 2025 9:05 AM
Background image

Agreements concluded to Activate Digital Document Management and Asan Wazifa Systems at the Ministry of Labor and Social Affairs

Agreements were concluded between the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and the Minister of Communications and Information Technology, Alhaj Mawlavi. . .

Sat, May 31 2025 9:42 AM
Background image

Afghanistan is moving to become an Export Oriented Country


The Deputy Minister of Labor Affairs, Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at the National Industry Week Exhibition (NIWE) closing ceremony. 

The. . .

Wed, May 28 2025 2:19 PM
Background image

The Activities Guidelines of the High Council of Labor have been approved

The meeting was chaired by Al-Haj Mullah Abdul Manan Omari, Minister of Labor and Social Affairs, and representatives from labor-related unions attended. The guidelines for the High. . .

BACK TO NEWS