د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال کنفرانس ترسره شو

media_admin
Tue, Nov 24 2026 10:05 AM
کانفرانس همکاری های اسلامی


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار د قواعدو، شرایطو د ښه‌والي او خوندیتوب رئیس مولوي حسین‌احمد مدني د اسلامي هېوادونو د کار سازمان په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړ او د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
یاد کنفرانس، د اسلامي همکاریو د حرفوي خوندیتوب او د روغتیا شبکې له لوري د اذربایجان هېواد په پلازمېنه باکو ښار کې جوړ شوی وو، د انلاین اړیکې له لارې ترسره شو، چې  په دغه کنفرانس کې په کاري چاپېریال کې د شته خطرونو او ستونزو، د کاري ناروغیو د مخنیوي لپاره د ترسره شویو اقداماتو او خدماتو، د کارکوونکو د روغتیا او خوندیتوب اړوند قوانینو او مقرراتو، د روغتیا او خوندیتوب د معیارونو د پیاوړتیا، د کارکوونکو او کارګرو لپاره د پوهاوي پروګرامونو د برابرولو او په کاري چاپېريال کې د تفتیش او څارنې د فعالیتونو او د خوندي او سالم کاري چاپېریال د رامنځته کولو پر لارو چارو بحثونه وشول.
د کنفرانس په پای کې د کار په برخه کې د روغتیا او خوندیتوب په اړه د نړیوالو همکاریو پر اړتیا، د تجربو او معلوماتو پر شریکولو، د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
د یادونې وړده، چې په یاد کنفرانس کې د ۱۰۸ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

Latest news

Wed, Nov 25 2026 11:42 AM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Met with the Head of NOVE ONLUS Organization

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, met with Susanna Fioretti, head of the partner organization NOVE ONLUS. They discussed how to expand social. . .

Wed, Nov 25 2026 9:32 AM
Background image

Regular Meeting of the Committee on Providing Employment Opportunities for Citizens Returning from Neighboring Countries

 

Under the Chairmanship of Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs the regular meeting of the Committee Creating Employment Opportunities for. . .

Tue, Nov 24 2026 10:09 AM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Met with the Head of NOVE ONLUS Organization

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, met with Susanna Fioretti, head of the partner organization NOVE ONLUS. They discussed how to expand social. . .

BACK TO NEWS