د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

media_admin
Wed, Aug 12 2026 1:44 PM
روزنتون

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې یې ترلاسه کړې وې، وستایل شول.

په همدې مناسبت، په مرکزي روزنتون کې جوړه شوې غونډه کې د روزنتونونو رئیس، مولوي عبدالرقیب احمدي، زده‌کوونکو ته په خپلو خبرو کې د زده‌کړو پر ارزښت او د علمي وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي له زده‌کوونکو وغوښتل چې خپلې زده‌کړې یوازې تر درسي کتابونو محدودې نه کړي، بلکې د مطالعې، هڅې او دوامدارې زده‌کړې له لارې خپله پوهه لا پراخه او پیاوړې کړي.
نوموړي زده‌کوونکي وهڅول چې له شته زده‌کړیزو فرصتونو او امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د خپلې راتلونکې لپاره د علمي او اخلاقي ودې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

همداراز مولوي احمدي زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو او پوهنې وزارتونو په همغږۍ د جوړ شوي نصاب له مخې، په روزنتونونو کې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو تدریس ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي، ترڅو زده‌کوونکي د دیني زده‌کړو سربېره له عصري علومو او زده‌کړو سره هم بلدتیاوې پیدا کړي او په علمي، فکري او اخلاقي برخو کې لازمه روزنه ترلاسه کړي، ترڅو زده‌کوونکي د ښو اسلامي او اخلاقي ارزښتونو په رعایت سمبال او د ټولنې د سالم راتلونکي لپاره چمتو شي.

په پای کې، د روزنتونونو رئیس، مولوي عبدالرقیب احمدي، د استادانو د هڅو او ارزښتناکو خدمتونو له امله قدرداني وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د تدریس د کیفیت د لا ښه والي او زده‌کوونکو ته د غوره زده‌کړیز چاپېریال د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو زده‌کوونکي له معیاري، اغېزمنو او باکیفیته زده‌کړو څخه برخمن شي.

.

Latest news

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

BACK TO NEWS