د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه

media_admin
Sun, Apr 19 2026 2:51 PM
ماشوم ساتنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ، د امارتي ادارو او همکارو ملي او نړیوالو موسسو د دایمي استازو په حضور کې د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي نجیب‌الله وقاد په خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتنې او د هغوی د حقوقو سربېره د یادې کمېټې د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته‌راوړنو، ستونزو یادونه وکړه او د ۱۴۰۵ کال په کاري پلان هر اړخیزه خبرې وکړې.  
همداراز نوموړي د همکارو امارتي ادارو او موسساتو له دایمي استازو سره په همغږۍ ټینګار وکړ، چې د اړمنو، شاقه‌کارو، راستنېدونکو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ، هغوی ته د ژوند د اسانتیاوو برابرول، د ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو او سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د هغوی بېرته یوځای کول، خپل اساسي مسئولیت ګڼي.
په پای کې، د همکارو امارتي ادارو او موسساتو دایمي استازو د خپلو فعالیتونو، لاسته‌راوړنو، ستونزو او غوښتنو د شریکولو ترڅنګ، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ماشوم ساتنې ریاست له مسئولینو سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Thu, Apr 23 2026 8:55 AM
Background image

A Meeting Held at the MoLSA to Facilitate the Issuance of Work Visas to Foreign Nationals

Under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, a meeting was held with the representatives from the ministries of foreign affairs. . .

Tue, Apr 14 2026 3:31 PM
Background image

The Committee on Providing Employment Opportunities for Returning Citizens Held a Regular Meeting

Under the chairmanship of the Deputy Minister, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, a meeting of the committee providing employment opportunities for returning citizens were held. In. . .

Tue, Apr 14 2026 2:47 PM
Background image

A Three-Day Training Workshop for Labor Inspectors has Begun at the MoLSA

The Director of Labor Inspection and Guidance, in coordination with the Directorate of Planning and Policy, has launched a three-day workshop for 90 labor inspectors of the Ministry of. . .

BACK TO NEWS