د مالي او اداري چارو په معینیت کې د وزارت د اوږد مهاله ستراتیژیک پلان په لومړنۍمسودې بحث وشو
د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي عبدالعزیز نصیر په مشرۍ، د یاد معینیت اړونده ریاستونو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان په لومړنی مسوده کې د خپلو دندو، مسئولیتونو، راتلونکو برنامو په غوره تدوین او د تطبیق پر څرنګوالي وروستی بحث وکړ.
په ستراتیژیک پلان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوندو ریاستونو د لګښتونو پر تنظیم، په اداري چارو کې دهمغږۍ پیاوړتیا، د خدماتو د کیفیت لوړولو، د مالي سرچینو اغېزمن مدیریت، د مصارفو او عوایدو د انډول پر څرنګوالي، د وزارت د عوایدو په لوړولو، د بودیجې تنظیم، په مالي او اداري چارو کې د مؤثرې همغږۍ، مالي شفافیت او حساب ورکونې، د مالي پلان د تطبیق پر وړاندې د شته ستونزو د تشخیص او د الکترونیکي حکومتوالی په ترویج او تطبیق بحث وشو.
یاد ستراتیژیک پلان به د مالي او اداري چارو معینیت راتلونکو فعالیتونو لپاره د یو منظم او عملي چوکاټ په توګه وکارول شي، ترڅو د وزارت له نورو معینیتونو سره د غښتلي حمایوي رول په لوبولو سره؛ خپلې چارې په بشپړه همغږۍ، منظم ډول او د ټاکلي مهالوېش له مخې پرمخ یوسي.
د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د پالیسۍ او پلان رئیس مولوي محبالله حبیبي، د معلوماتي تکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري، د کار کوونکو چارو رئیس مولوي نعمتالله عثماني، د اداري او خدماتو رئیس مولوي خیرمحمد خیرخواه، تدارکاتو رئیس سمیعالله عثماني، د مطبوعاتو رئیس سمیعالله ابراهیمي او د مالي او حسابي ریاست استازي هم حضور درلود.
