د ټولنیزو چارو معین د مرکزي زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي رئیس سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امینزاده د مرکزي زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي رئیس الحاج قاري شفیعالله مشفق سره په کتنه کې د اړوندو ټولنیزو او حقوقي موضوعاتو په اړه بحث وکړ.
په کتنه کې د دواړو لورو لهخوا د ټولنیزو خدمتونو د پراختیا، د اړوندو ادارو ترمنځ د اغېزمنو او کاري اړیکو د پراختیا او په چارو کې د غوره همغږۍ په اړه بحث وکړ.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د محبوسینو، مهجوزینو، له زیانسره د مخ، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو او ښځو قضیو او ستونزو ته د حل په موخه به په ګډه رسېدنه او د ژوندانه سهولتونه ورته برابر کړي.
