د کونړ اسد آباد روزنتون زده‌کوونکو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه

media_admin
Sat, Dec 20 2025 3:13 PM
کنړ


د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي، کونړ ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت د اسد آباد روزنتون پر زده‌کوونکو ژمنۍ جامې وویشلې او هم یې د قرآن عظیم الشأن له ناظره دورې څخه فارغانو ته ډالۍ ورکړې. 
ناسته کې د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې او فعالیتونه و ستایل او هم یې له روزنتون سره د ولایت مقام د همکارۍ ډاډ څرګند کړ. 
په همدې ترتیب د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس، مولوي رحیم‌الله صراح هم خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره یې د یتیمو ماشومانو د کفالت په اړه رڼا واچوله او څرګنده یې کړه، چې له نېکمرغه د کونړ ولایت د اسد آباد روزنتون ۲۰ تنو زده‌کوونکو د قرآن عظیم الشأن له ناظره دورې او ۱۴ تنو د ښوونځي له متوسطې دورې فراغت حاصل کړ او هم ۱۳۰ تنو زده‌کوونکو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه. 
ورپسې د مطبوعاتو د رئیس سمیع‌الله ابراهیمي، د انسټیټوټ د رئیس شریف‌الله شرافت، د کار چارو معینیت د دفتر مسؤل محمد منیر باور او د کونړ ولایت د کار او ټولنیرو چارو ریاست د مسؤلینو له لوري پر زده‌کوونکو تایید نامې او جامې ووېشل شوې. 
د یادولو ده چې دمګړۍ په ټولو ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتونونه فعال او شاوخوا ۱۰ زرو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته په کې د ژوندانه ټول سهولتونه چمتو شوي دي او هغوی ته دیني او عصري زده‌کړې ورکول کېږي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS