کونړ کې ۳۰۰ تنه زیانمنو ماشومانو او لویانو ته نقدي مرسته ووېشل شوه

media_admin
Mon, Nov 17 2025 2:52 PM
کونړ

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۰۰ تنه زیانمنو ماشومانو او لویانو؛ چې د یاد ولایت څوکۍ ولسوالۍ ګربزو، امریو، اندرلچک او د خاص کونړ ولسوالۍ په آهنګرانو، حکیم‌آباد، هجرت‌آباد او کلالانو سیمو کې د زلزلې له امله زیامن شوي وو، د رواني ملاتړ په موخه نقدي مرسته ترلاسه کړه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي مجیب‌الله عمر په خپلو خبرو کې د هارو همکارې موسسې له فعالیتونو او همکاریو څخه د مننې سربېره په خپلو خبرو کې وویل: په یاده مرسته کې ۲۱۰ تنو ماشومانو ته، في نفر ته ۱۲۰۰ او ۹۰ تنه لویانو ته، في نفر ته ۲۰۰۰ افغانۍ، چې مجموعي ارزښت یې ۴۳۲۰۰۰ افغانۍ کېږي ووېشل شوه.

مولوي عمر همداراز له نورو همکارو موسسو او خیریه بنسټونو څخه د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو له زیان سره مخ ماشومانو ستونزو ته مؤثره رسېدنه وشي

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS