د راستنېدونکو هېوادوالو  لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې نوبتي ناسته تر سره کړه

media_admin
Wed, Nov 05 2025 2:03 PM
کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه کمېټې ناسته، چې د صنعت او سوداګرۍ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکومهاجرینو او اقتصاد وزارتونو استازو شتون درلود تر سره شوه. په پیل کې د کار چارو معین په خپلو خبرو کې وویل: له ګاونډیو هېوادنو څخه راستنېدونکي هېوادوال له ډېرو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخامخ دې، چې د هغوي د باثباته ژوند د پرمخ بیولو لپاره دوامداره د عوایدو سرچینو، سرپنا د اوسېدو ځای او په هېواد کې ورته د کاري فرصتونو او په ورته وخت کې باید هغو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره شي، ترڅو خپل ستونزې حل او په آرامه فضا کې ژوند تېرکړي. همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه، چې راستنېدونکي هېوادوال زموږ د ټولنې مهمه برخه جوړوي، موږ د همکارو ادارو سره په همغږۍ مکلف یو، چې د هغوی د باثباته ژوند لپاره کار وکړو. همداراز مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د هرات، ننګرهار او قندهار سربېره په نورو ولایتونو کې هم راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته په وخت سره د رسېدلو په موخه به کمېټې ایجاد شي. په پای کې د همکارو مختلفو ادارو استازو هم په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په مؤثره همغږۍ به د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړو او د کار پنځونې په برخو کې به  خپل مسئولیت په پوره ډول اداء کړو.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS