په هلمند کې د اختر په مناسبت ۲۳۵ تنه یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته کالي ووېشل شول
د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې ۲۳۵ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د راتلونکي نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت؛ کالي، څپلۍ، خولۍ، څادر او زیرپېرانۍ ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته؛ د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو؛ د حقوقو د تأمین په ارزښت له ټینګار سربېره له خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو ِغوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دا توکي د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په مالي ملاتړ ووېشل شول.
