د ماشوم ساتنې شبکې ناسته ترسره شوه

media_admin
Thu, Jan 30 2025 1:18 PM
ماشوم ساتنې شبکه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د اړونده امارتي او غیر امارتي ادارو د استازو په حضور د ماشوم ساتنې شبکې ناسته ترسره او په کې د مختلفو مواردو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
 پیل کې د دې وزارت د ماشومانو د ساتنې ریاست رئیس مولوي سعدالدین مطمین مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ د تیرې ناستې د پریکړو د تعقیب په اړه معلومات شریک او هیله یې وښوده، چې ټول لوري دې د ماشومانو څخه د ساتنې، د ردمرزي ماشومانو ستونزو ته د رسیدګۍ او له کورنیو سره یې ادغام او هم د دوی د شاقه کارونو د مخنیوي په برخو کې دې روانې هڅې ګړندۍ کړي.
د ناستې ګډونوالو د دې ترڅنګ، چې په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې وستایلې، ژمنه یې درلوده، چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه به په مشترک ډول اقدام کوي. 
په پای کې د والدینو مکلفیتونو ته هم په اشارې سره، هیله څرګنده شوه، چې دوی دې هم د خپلو ماشومانو د روزنې، تعلیم او تربیې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS