په کابل کې د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۳۵۰ تنه فارغ شول

media_admin
Wed, Jan 29 2025 9:09 AM

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د ذکورو له مرکز څخه  ۳۵۰ تنه ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغه ځوانان په مختلفو حرفو (برېښنا، موټرجوړونې، ساختماني انجینرۍ، نلدوانۍ ـ فلزکارۍ او خیاطۍ حرفو او د انګليسي ژبې او کمپیوټر مهارتونو) کې  له یو کلنو او شپږ میاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهرو کاريګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې  شول. 
هغې غوندې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل: ماهر کاریګر هغه قشر ده، چې ټولنه او کار بازار ورته شدیده اړتیا لري؛ او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی؛ د یاد قشر په روزلو کې لازیاتې هڅې وکړي، ځکه له ماهر کاریګر سره له یوه پلوه د کار او تولید کیفیت لوړیږي او له بل لوري په ټولنه کې ورسره د بیکارۍ کچه راټیټیږي.
د یادولو ده، چې په تېرو نهو مياشتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو څخه ل ۳۴ زرو څخه زیات هېوادوال  فارغ شوي دي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS