د کونړ په ولایت کې څلور نیم سوه تنه له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

naweed_admin
Tue, Dec 31 2024 10:32 AM
د

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو د مبایل‌جوړونې، ترکاڼۍ او غالۍاوبدنې په حرفو کې د مرکز اسعدآباد په ګډون،په وټه‌پور او غازي‌آباد ولسوالیو کې ۴۵۰ تنه له شپږ میاشتنیو حرفوي زده‌کړو فارغ او هر یو ته د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت په اړونده حرفه کې د کاروبار لپاره کاري وسایل ووېشل شول. هغې غونډې ته؛ چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني وویل: په ټولنه کې د مسلکي او ماهرو کاریګرو روزل او هغوی ته د کار زمینه برابرول خپل مسوولیت بولو، ترڅو خپلو کورنیو ته حلال رزق وګټي. د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي مجیب‌الله عمر هم په خپلو خبرو کې وویل: خوښ یم چې هر فارغ شوي مسلکي کارګر ته د کاري وسایلو ترڅنګ، د کار د پیل لپاره ۶۴۰۰ افغانۍ نقدي مرسته هم ویشل کیږي. مولوي مجیب‌الله عمر زیاته کړه: اسلامي امارت د بېکارۍ او فقر راکمولو ته زیاته پاملرنه کړې او هڅه داده چې د کاري فرصتونو پر مټ د فقر او بېکارۍ کچه راټیټه شي. د یادونې وړ ده، چې یاد شمیر ځوانان د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د شپول مؤسسې له لوري فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړي

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS