په ارزګان ولایت کې یو سل او پنځه‌اویا تنو یتیمو او بې‌وزله ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.

naweed_admin
Sun, Dec 29 2024 3:01 PM
m

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په خپلو هلو ځلو او نوښت سره د هغه ولایت د امارتي روزنتون پر ۱۵۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو باندې ژمني توکي وویشل شول.  هغې غونډې ته؛ چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج قاری عزیزالله جهادمل وویل: خوښ یم چې د امارتي روزنتون پر ماشومانو نن ورځ کوټونه،کالي ،جرابې، بوټونه، پټو، خولۍ، کمپلې او نور د اړتیا وړ توکي ویشو.
قاري عزیزالله همداراز د خیریه بنسټونه او مؤسساتو څخه هم وغوښتل چې د یاد قشر لاسنیوی وکړي، ځکه چې یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان زموږ د ټولنې تر ټولو مظلوم او زیان‌مشر قشر او تر ټولو اقشارو زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.  له اروزګان ولایت څخه د یو بل خبر له مخې کې د یاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې له ۲۵ اړمنو کورنیو سره، چې د خپلو ماشومانو د بېلابېلو ناروغیو درملنې لپاره یې د درملو اخستلو توان نه درلود د KRO همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ له ۳۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې نقدي مرسته وشوه

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS