فاریاب ولایت کې ۲۵۰ تنو ماشومانو ته روزنتون پرانېستل شو

naweed_admin
Sat, Oct 12 2024 10:48 AM
m

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد فاریاب ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ او د دوی د کفالت په منظور؛ د یوه باب روزنتون پرانېسته وکړه.
په پیل کې د فاریاب ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي ریحان‌الدین متوکل د کابل څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې روزنتون د منظورولو او ورته د ونډې په پام کې نیولو له امله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ له پاملرنې او همکارۍ مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې درلوده، چې د یاد روزنتون اړونده  چارې به یې په ښه ډول ترسره کوي.
ورپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد خپله وینا کې وویل: که څه هم د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه ملاتړ زمونږ دیني او وجداني مسؤلیت دی، خو د وظیفوي لحاظه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤل دی، ترڅو د یادو ماشومانو کفالت وکړي، چې همدې ته په کتو یې په ټول هېواد کې روزنتونونه فعال کړي، چې په هغو کې سلګونو تنو ماشومانو ساتنه کېږي او دوی ته د ژوندانه ټول سهولتونه برابر شوي دي،چې فاریاب ته زمونږ راتګ هم په همدې منظور ترسره او دا دی نن مو د ۲۵۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د کفالت او سرپرستۍ په منظور؛ روزنتون پرانېست، چې په جلا توګه به په کې ۱۵۰ تنه هلکان او ۱۰۰ تنه انجونې ماشومانې ساتل کېږي او ټول لګښت به یې د وزارت له بودجي تمویلېږي.
مولوي محمد زاهد یادو ماشومانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د محرومیت او تنهایۍ احساس مه کوئ، ځکه د افغانستان د اسلامي امارت ټول مسؤلین به په ګډه توګه ستاسو د حال او احوال څخه ځانونه خبروي او د هرې ممکنې لارې به ستاسو د هوساینې په موخه هڅې او اجراآت کوي. په همدې توګه یې د روزنتون له استادانو هم وغوښتل، چې د ماشومانو د غوره ښوونې او روزنې په برخو کې دې په ټول توان کار وکړي او په دې برخه کې هېڅ راز غفلت د منلو وړ نه‌دی.
په پای کې د فاریاب مرستیال والي مولوي حمیدالله هم لنډه وینا درلوده او د روزنتون د افتتاح په موخه یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا اقدام وستایه او د ولایت له آدرسه یې د دې روزنتون سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ. نوموړي وویل: د دې ماشومانو په روزنه او پالنه کې مونږ ټول مسؤل یو او باید په ګډه توګه دې مسؤلیت ته ژمن پاتې شو

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS