د کار او ټولنيزو چارو وزارت او هاجر نړيوالې مؤسسې ترمنځ د دوه اړخيزه همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

naweed_admin
Mon, Jul 18 2022 12:43 AM
Q


د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د هاجر نړيوالې مؤسسې مرستيال روح الله احمدي سره د دوه اړخيزه اړيکو او ښې همغږۍ په موخه يو هوکړه ليک لاسليک کړ.
هغه ناسته چې په همدې موخه د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې ترسره شوه په کې د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شرف الدين شرف، د ماشومانو ساتنې رياست رئيس مولوي عبدالعزيز او د وزارت مقام د ټولنيزو چارو سلاکار رياض احمد محمد هم حضور درلود. 
د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو اصلي موخه د هاجر مؤسسې له لوري د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند د کارته سه د زيانمن شويو ماشومانو مرکز ملاتړ دی، چې د هوکړه ليک او د ا.ا.ا د پاليسۍ سره سم به د هاجر مؤسسې له لوري د ياد مرکز د انجونو او هلکانو لپاره جلا جلا مناسبو ځايونو، د کارکوونکو مزد، خوراک، څښاک، جامې او روغتيايي خدمتونه برابر کړل شي.
د ياد هوکړه ليک د لاسليکولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د زيانمن شويو او له کورنيو څخه د ليرې پاتې شويو ماشومانو د خونديتوب او سالمې روزنې اړوند خبرې وکړې او دا يې د وزارت اړين مسؤليت ياد کړ و يې ويل چې هڅه کوي څو دا ډله او نورو د مختلفو کټګوريو ماشومان د کار او ټولنيزو چارو وزارت په خپلو امکاناتو او همدارنګه مرسته کوونکو مؤسسو په مالي همکارۍ ښه تربيه او و ساتي. 
نوموړي په هيواد کې د ماشومانو وضعيت ته په اشاره په نورو ملي او نړيوالو مؤسسو هم غږ وکړ؛ څو د هاجر مؤسسې په څير د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د ماشومانو او نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.
ملا عبدالولي څارنوال ( حاجي وارث) د هاجر مؤسسې مسؤلينو څخه و غوښتل؛ څو په مالي مصارفو او تدارکاتي پروسو کې ډير دقت او شفافيت څخه کار واخلي او ټول هغه مصارف چې د يادو مرکزونو لپاره کوي؛ بايد د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د معرفي شوي استازي په شتون کې ترسره کړي. نوموړي د هاجر مؤسسې له مسؤلينو وغوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليک پر بنسټ تنظيم او مخته يوسي. 
د افغانستان لپاره د هاجر مؤسسې مرستيال روح الله احمدي د افغان ماشومانو لپاره د کار او ټولنيزو چارو وزارت مقام هڅو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د کارته سه حمايوي مرکز( انجونو او هلکانو لپاره جلا مرکزونو) برخه کې به په ټول توان او د هوکړه ليک مطابق خپل ټول کارونه په ښه طريقه مخته يوسي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS