د سیلابونو له امله د پروان ولایت شل تنه بې سرپرسته او زیانمن شویو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوه

publish
سبت, سبتمبر 19 2020 11:10 صباحا
1399

په همدې موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوي سرپرست بشیر احمد ته ینج په مشرۍ یو لوړ رتبه هیئت پروان ولایت ته سفر و کړ او د یاد ولایت له والي سره په کتنه کې یې د نوموړي ولایت ولسونو ته د سیلابونو له امله د مرګ ژوبلې په پار فاتحه او دعا و کړه.

له فاتحې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په هغه غونډه کې چې د بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې او روزنې د هوکړه ليک لاسليک کېدو په موخه جوړه شوې وه، ګډون و کړ.

غونډه کې د پروان والي فضل الدین عیار، له کابل څخه ورغلي هیئت ته د ښه راغلاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ او ټولو هیوادوالو څخه مننه و کړه، نوموړي وویل، چې پروان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله د پروان ولایت ګڼ شمیر خلکو ته مالي او ځاني زیان رسیدلی، ښاغلي عیار د ټولو هیوادوالو، خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د ولسمشر څخه مننه و کړه، چې د پروان ولایت د زیانمن شویو خلکو لاسنیوی یې و کړ او په وخت یې زیانمنو سره مرسته و کړه.

غونډه کې د پروان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس وکیل احمد سهیل، یاد ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبري هیئت سفر څخه مننه و کړه او د وروستیو سیلابونو له امله یې د دې وزارت اړوند د زیانمن شوي قشر د سروې او همدارنګه د بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې او روزنې په پار د کار او ټولنیزو چارو ریاست طرحه شریکه کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست بشیر احمد ته ینج، د خپلو خبرو په ترڅ کې د پروان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله مرګ ژوبله یوه لویه غمیزه یاده کړه او دا یې د ټولو هیوادوالو مشترک درد یاد کړ، نوموړي زیاته کړه، چې د دې زیانمن شویو سره مرسته زموږ ټولو ایماني او انساني دنده دی.

ښاغلي ته ینج وویل: د افغانستان د ټولو خلکو خوشحالي او غم شریک دی، د پروان خلک د ځان يوازې نه احساسوي، ټول هیوادوال یې تر څنګ ولاړ او د سیلابونو له امله ور رسیدلي زیان په پار به ورسره همکاري کوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبري تل ژمنه ده او د دې وزارت اړوند برخو( ټولنیز خوندیتوب او بې سرپرسته ماشومانو ساتنه او روزنه) کې به د پروان ولایت خلکو سره هر اړخیزه همکاري و کړي.

بشیراحمد ته ینج د زیانمن شویو او بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې او روزنې په پار د پروان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست طرحه یوه جامع طرحه یاده کړه او ژمنه یې و کړه، چې د وزارت رهبرۍ سره به په ګډه د یادې طرحې د عملي کېدو په برخه کې هر اړخیزه هڅه و کړي.

همدارنګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د ياد ولايت لپاره د روزنتون نوي جوړيدونکي کمپليکس له کارونو او د نوموړي ولايت يو وړکتون څخه هم ليدنه و کړه او د کارونو په اړه يې مسؤلينو ته لازمې لارښوونې و کړې.

غونډه کې د پروان ولایت د ولایتي شورا مشر او د غبار شمال خصوصي مؤسسې مسؤل هم خبرې و کړې، دوی د وروستیو سیلابونو له امله د پروان ولایت د زیانمن شویو خلکو لاسنیوي برخه کې د ټولو هیوادوالو څخه مننه و کړه او په دې برخه کې یې د دولتي او خصوصي سکتور د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه و کړه.

د ویلو دی، چې په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست او پروان والي په حضور کې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس د غبار شمال خصوصي لیسې مسؤل سره د یاد ولایت د وروستیو سیلابونو له امله شل تنه بې سرپرسته ماشومانو د ښوونې او روزنې هوکړه لیک هم لاسلیک شو، چې د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به هغه شل تنه ماشومان چې والدین، خویندې او وروڼه یې د وروستیو سیلابونو له امله شهیدان شوي، په یاده مؤسسه کې به ورته د لیسانس تر کچې په وړیا ډول د ښوونې او روزنې زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار