د ماشوم نړیوالې ورځې ویاړ غونډه جوړه شوه.

publish
سبت, يونيو 01 2019 1:51 مساء
1

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د غبرګولي یوولسمه د یوې لویې غونډې په جوړیدو سره و نمانځل شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات، د وزارت مرستیالانو، د چارو ادارې د فرهنګي چارو سلاکار میاګل وثیق، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو یو شمیر استازو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت رئيسانو، کارکوونکو او ګڼ شمیر وړکتونونو ماشومانو برخه اخیستې وه.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې ماشومانو ته د دې ورځې مبارکۍ تر څنګ، زیاته کړه، چې ماشومان د هیواد راتلونکي دي او والدین مکلف دي، چې د خپلو ماشومانو په ښه روزنه او پالنه کې جدي پاملرنه و کړي.

سید انور سادات زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مختلفو ټولنیزو خدمتونو تر څنګ د ماشومانو پالنه هم د خپلو لومړنیو موخو څخه بولي او هڅه کوي، څو په وړکتونونو کې د دوی لپاره د ښې روزنې او پالنې زمینه برابره کړي، نوموړي زیاته کړه، چې له نیکمرغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د  ماشومانو د ملاتړ قانون هم جوړ او اوسمهال په هیواد کې فافذ دی.

په غونډه کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني هم خبرې و کړې، و یې ویل، چې اوس مهال په هیواد کې ۲۳ ډوله متضرره ماشومانو لرو، زیاته یې کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سربیره، ټول هیوادوال مکلف دي، څو د ماشومانو په ښه روزنه او د دوی لپاره د زده کړو د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هڅه و کړي.

غلام حیدر جیلاني وویل، چې د ماشومانو ساتنه په اصل کې د هیواد ساتنه ده؛ موږ باید د هیواد د ښې راتلونکې او پرمختګ لپاره په هیواد کې د ماشوم روزنې کلتور ته وده او زیاته پاملرنه و کړو.

همدارنګه په غونډه کې د چارو ادارې فرهنګي سلاکار او د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو یو شمیر استازو هم خبرې و کړې او ماشومان یې د ټولنیې مهم قشر و باله، په روزنه کې یې د والدینو او استادانو رول مهم و باله، چې کولای شي په ښه توګه ماشومانو ته د هیواد پالنې مفکوره ور زده کړي.

د ویلو دی، چې د غونډې په ترڅ کې د وړکتونونو یو شمیر شاګردانو له خوا ملي سرود، ترانې هم ترسره شوې او غونډه د ماشومانو د ورزشي حرکتونو په ترسره کولو سره پای ته و رسیده.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار