د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر سره و کتل.

sofia_karimi
ثلاثاء, مايو 14 2019 4:07 مساء
وزیر کار

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر «شوبهام چودری/ Shubham Chaudhuri» سره په داسې حال کې چې بهر ته د افغان کارګرانو پروژې مسؤلینو هم برخه لرله، د خپل کار په دفتر کې و کتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو، بهر ته د افغان کارګرانو پروژې اړوند خبرې و کړې او د کارونو د لا ښه والي په موخه یو لړ وړاندیزونه و شول.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د نړیوال بانک څخه د مننې ترڅنګ وویل: نړیوال بانک یواځنۍ اداره ده، چې د افغانستان حکومت سره په مستقیمه او د اړتیا وړ برخو کې مرسته کوي، نوموړي زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولو هغو پروژو او کارونو ته چې نړیوال بانک په کې دخیل دی، ژمن او د همغږۍ  او کارونو د تعقیبولو لپاره به لا زیاته هڅه و کړي.

ښاغلی سادات، بهر ته د افغان کارګرانو لیږلو پروژه د دې وزارت له مهمو پروژو څخه یاده کړه او د یادې پروژې پلي کیدل یې په خپله کاري دوره کې ډیر مهم او یو ویاړ یاد کړ، نوموړي وویل، چې بهر ته د افغان کارګرانو لیږلو پروژه د وزارت د نوې رهبرۍ د کارونو په سر کې قرار لري او ډیره پاملرنه به ورته و کړي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر «شوبهام چودری/ Shubham Chaudhuri» تر دې مهاله د یادې پروژې کارونه بریالي وبلل او په اړه یې د یادې پروژې د رهبرۍ او کاري ټیم څخه مننه و کړه، نوموړي بهر ته د افغان کارګرانو لیږلو پروژې د دایمي مشر ټاکلو، د کارګرانو د مصؤني اسنادو، استخدام او اړوندو نورو مهمو پلانونو په اړه د وزارت رهبرۍ سره وړاندیزونه شریک کړل، چې د وزارت رهبرۍ له خوا د یادې پروژې د ښه پلي کیدو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ور کړل شو.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار