ننګرهار کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

media_admin
ثلاثاء, يونيو 30 2026 9:17 صباحا
ننګرهار

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو؛ هري کورنۍ ته ۹۴۰۰؛ مجموعاً ۲۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه.

د مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیبالله عمر په خپلو خبرو کې د ټي ډي ایچ همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: مونږ هڅه کوو ترڅو په دې  ولایت کې د فقر کچې د کمښت  په موخه د مؤسساتو او خیریه بنسټونو مرستې جلب او اړمنو اشخاصو او کورنیو ته ېې ورسوو.

همداراز مولوي عمر د خپلو خبرو په وام له نورو ملي او نړیوالو همکارو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د ورته پروګرامونو له لارې دې د اړمنو او بېوزلو کورنیو ملاتړ او لاسنیوی وکړي، ترڅو تر یو بریده په هېواد کې د بېوزلۍ کچه راکمه او خلک د ځان بسیاینې  په لور ګام واخلي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار