د بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه

media_admin
اثنين, ديسمبر 22 2025 9:13 صباحا
ماشوم ساتنه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د مؤثرو حل‌لارو د موندلو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې په مرکز او ولایاتو کې د یادې کمېټې د فعالیتنونو او لاسته‌راوړنو، راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریکولو سربېره د اړمنو، شاقه‌کارو، د سرک پرمخ کاریګرو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، روغتیايي خدمات، ښوونې او روزنې، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بیاځلې یوځای کولو مسئولیت د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرغاړه دی.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل، ترڅو د ا.ا.ا د پالیسیو او اصولو له‌مخې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د ساتنې او هغوی ته د ژوندانه د سهولتونو برابرولو په موخه؛ خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې سپارل شوی مسئولیت په اغیزناک او مطلوب ډول ترسره شي.
په پای کې د امارتي ادارو او همکارو موسساتو استازو ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو د څېړلو او د حل په موخه یې خپلې هڅې ګړندې کړي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار