د ټولنیزو چارو معین د کونړ له مرستیال والي سره وکتل

media_admin
اثنين, أكتوبر 06 2025 9:55 صباحا
کنړ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، کونړ ولایت ته په رسمي سفر کې د دې ولایت له مرستیال والي، مولوي عبدالله حقاني سره وکتل.

کتنه کې د ټولنیزو چارو معین د وروستۍ زلزلې له کبله د اووښتو ځاني او مالي تلفاتو له امله غمرازي څرګنده او په دې برخه کې یې د ټولو امارتي او غیر امارتي ادارو، عامو ولسونو، کورنیو او بهرنیو مرستندویو موسسو او خیریه بنسټونو د هڅو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه: د دا ډول طبیعي پېښو له وقوع څخه وروسته هم ځینو ادارو ته مسئولیتونه راجع کېږي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې هم خپله دنده بولي، ترڅو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو او نورو زیانمنو اشخاصو ته رسېدنه، د دوی ملاتړ او کفالت وکړي او دا زموږ د سفر اساسي موخه ده، چې د ولایتي ادارې سره په همغږۍ په دې برخه کې همکاري وکړو.

ورپسې د کونړ مرستیال والي خپلو خبرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، زلزلهځپلو هېوادوالو ته په مختلفو برخو کې د خدماتو د وړاندې کولو په اړه معلومات شریک او د زیانمنو اشخاصو په ځانګړې توګه ماشومانو د کفالت په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پرېکړې څخه یې هرکلی او په دې لار کې یې د لازمو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ناسته کې د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب‌الله عمر هم د دې ریاست له لوري د ترسره شویو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د وروستۍ زلزلې څخه د اغېزمنو ماشومانو او نورو اړمنو هېوادوالو ارقام موجود دي او هیلهمند یو، چې د وزارت مقام له لوري لازم امکانات برابر شي، ترڅو وکولی شو د هغوی کفالت ترسره او ورته خدمات وړاندې کړو. چې د ټولنیزو چارو د معین له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یادولو ده چې په دې سفر کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن او د روزنتون رئیس مولوي محمد اصغر صفدري هم د ټولنیزو چارو معین ملتیا کوي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار