د پغمان ولسوالۍ له محلي ادارې او مشرانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

media_admin
اثنين, مارس 10 2025 2:01 مساء
پغمان

 

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په هدایت د کابل ولایت له ولسوالیو څخه امارتي روزنتونونو ته  د مستحقو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د جذب په موخه، ده‌سبز، بګرامیو، چهارآسیاب، ګل‌درې او فرزې ولسوالیو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي د پغمان ولسونو، علماوو، ملکانو او مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه.
غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنتونونو رئیس مولوي محمد اصغر صفدري؛ په ټولنه کې د یتیم او بې‌سرپرسته ماشومانو په  غوره کفالت او حفاظت له ټینګار سربېره زیاته کړه:  د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی؛ چې یوازې د کابل په ولایت کې سږ کال د ۴۰۰ تنو په شا وخوا کې تر ټولو ډېر مستحق یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان خپلو روزنتونونو ته جذب کړي، چې هلته د هغوی تعلیم، تربیېو اعاشې او اباتې، صحت او سرپناه ټول خدمات موجود دي.
مولوي محمد اصغر صفدري؛ په یادو ولسوالیو کې د سیمه‌ایزو مسؤلینو، علماوو او ملکانو له استازو وغوښتل، چې مستحقو ماشومانو په پیدا کولو کې مرسته او همکاري وکړي.
د پغمان علماوو او ملکانو د همکارۍ تعهد سربېره  د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا اقدام او نوښت وستایه او هېله یې وښوده، چې دا کار به وکولی شي په ټولنه کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو له تجرید او انزوا څخه مخنیوی وکړي او د ټولنې دا زیان‌من قشر به خپلو حقونه ته ورسیږي.
د یادولو وړ ده چې؛ نوموړی پلاوی به د کابل د نورو پاتې ولسوالیو له محلي مسئولینو، علماوو او ملکانو سره هم دا ډول ناستو ته دوام ورکړي.
هېره دې نه وي؛ چې دا بهیر د هېواد په ولایتونو کې هم پیل شوی دی؛ ترڅو له دې لارې وکولای شو، چې بې‌وزله، یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان امارتي روزنتونونو د هر اړخیز ملاتړ لپاره جذب شي.

تازه ترین اخبار

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

باز گشت به اخبار