ننګرهار کې څه باندې درې سوه تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د دې ولایت په کوټ، بټي کوټ، اچین، نازیانو، بهسود او سره رود ولسوالیو کې ۳۰۴ تنه ځوانان د موبایل ترمیم، ترکاڼۍ، ګلدوزۍ او خیاطۍ حرفو څخه له شپږو میاشتو عملي او نظري زده کړو وروسته فارغ او په اړوندو حرفو کې پرې کاري وسایل ووېشل شول.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه، تر څو د یادو وسایلو څخه په غوره ګټې اخستنې سره خپلو کورنیو لپاره حلال رزق وګټي. همدارنګه نوموړي له همکارو مؤسساتو له مالي ملاتړ څخه په مننې سربیره له نور مرستندویه بنسټونو او مؤسسو څخه هم د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه