د کابل نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
أربعاء, ديسمبر 18 2024 10:28 صباحا
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري پلان او د ریاست‌الوزراء د هدایت په اساس د کابل نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانیسته.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د بشري ځواک عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني په خپلو خبرو کې وویل: د کابل نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو وېش د څانګې له پرانېستلو څخه یې موخه، بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د لازمو سهولتونو برابرول او په هېواد کې د بهرنیو کاریګرو د کار قانوني کېدل دي.
مولوي مدني همدا راز زیاته کړه: په هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د کار جوازونو د وېش مرکزونو په پرانېستلو سره به د هغو بهرنیو ماهرو او مسلکي کاریګرو په استخدام  او تګ راتګ کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، چې کار ته یې شدیده اړتیا لیدل کیږي.
د ویلو وړ ده، چې څه موده وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تورخم ښارګوټي کې هم بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانیستې وه او په پام کې ده، چې د هېواد په ټولو ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګرونو کې به دا ډول مرکزونه پرانیستل شي، چې ۲۴ ساعته خدمات به وړاندې کوي

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار