کابل کې ٥٦٠ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول؛

naweed_admin
خميس, سبتمبر 19 2024 8:26 صباحا
m

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي فني او حرفوي زده کړو له مرکزه ٥٦٠ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص؛ په پنځو رشتو؛ بیک ګنډلو، بوټ جوړولو، خیاطۍ، تعمیراتي برېښنا او د کورنیو برېښنایي وسایلو ترمیم کې له څلورو میاشتنیو عملي او نظري زده کړو وروسته فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو او مالي او اداري معینانو، ځینو رئیسانو او د رغېدلو اشخاصو د کورنیو غړو حضور درلود؛ د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خبرو کې فارغو شویو اشخاصو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن په یوه داسې محفل کې سره راټول یو، چې موخه یې بشریت ته خدمت او د انسانانو د ژوند ژغورنه ده او د څه باندې ۵۰۰ تنو هغو هېوادوالو، چې له کورنیو او ټولنې څخه جلا او د ژوندانه تر ټولو سختې شپې او ورځې یې تېرولې او د مرګ کندې ته نږدې شوي وو، د بیاځلې رغېدو او هم یې د فني او حرفوي زده‌کړو په ګاڼه سمبالېدو شاهدان یو. دوی به یو وار بیا د عادي او روغو انسانانو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره مدغم او له دې وروسته به هېوادوالو ته په اړوندو برخو کې د غوره خدماتو وړاندې کولو او د خپلو کورنیو لپاره د حلال رزق برابرولو مسؤلیت ولري. 
مولوي محمد زاهد احمدزي همدا راز څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سرده د نشه‌یي توکو له کرکېلې، پروسس، قاچاق او استعمال سره جدي مبارزه کړې او د دې شومې پدیدې د کښت کچه یې نږدې صفر ته را ټيټه کړې‌ده. چې په دې مبارزه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړی او د کابل په شمول یې مختلفو ولایتونو کې خپلو اړوندو د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو څخه نږدې درې زره تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسانو فارغ او د تصدیق پاڼو سربېره یې په هغو د اړوندو حرفو کاري وسایل هم وېشلي.د کار چارو معین همدارنګه وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت به په شته برنامو بسنه نه‌کوي او د روان کال د کاري پلان مطابق به د هېواد د هر زون په کچه ۵۰۰ تنو له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابروي.
د غونډې په پای کې پر فارغو شویو اشخاصو د اړوندو حرفو د کار وسایل هم ووېشل شول.
هېره دی نه وي چې دا مراسم د مولوي عبدالواحد فایز په دعایه سره پای ته ورسیدل

تازه ترین اخبار

أربعاء, نوفمبر 05 2025 2:53 مساء
Background image

تخرج (800) شخص من المتعافين من الإدمان في كابل من مراكز التعليم الفني والمهني

 

تخرج (800) شخص من المتعافين من الإدمان من مركز بوليشرخي للتعليم الفني والمهني التابع لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، وذلك في الدورة التعليمية الخامسة بعد إكمالهم ستة أشهر من الدروس. . .

اثنين, نوفمبر 03 2025 3:08 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين المكافحة المخدرات لوزارة الداخلية

 

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين المكافحة المخدرات، الحاج الشيخ محمد قاسم خالد.

خلال هذا اللقاء، ناقش الجانبان مشكلات المدمنين على المخدرات، وأوضاعهم. . .

ثلاثاء, أكتوبر 28 2025 10:04 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل بممثلي الصناعيين

 

بناءً على حكم أمير المؤمنين –حفظه الله- متعلقة إلى تسهيل الشؤون الإدارية، عقد معين الشؤون العمل الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي في مكتبه الاجتماع الثاني مع ممثلي الصناعيين، ومسؤولي. . .

باز گشت به اخبار